سه شنبه, مارچ 10, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, راپور تاژ
0
13
ځلې شریک شوی
167
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۴ل)

نن غواړو ستاسو سره په ترکیه کې د مذاکراتو وروستی جریان، همدا ډول د پاکستان د طالبانو د تحریک ټي ټي پي د مینځته راتلو او یو لړ نورو مسائلو په اړه معلومات شریک کړو.

داسې بریښي چې متأسفانه په پاکستان کې ځینو خاصو پوځي کړیو ته په افغانستان کې مرکزي قوي حکومت، امنیت، پرمختګ او په عموم کې سوله او ثبات ښه نه ایسي، ځکه دوی تل د افغانستان له نا امنۍ، اشغالونو، مهاجرتونو او مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړې، نن بیا غواړې د یو لړ بهانو په تراشلو سره له افغانستان سره ځان په ستونزه کې واچوي.

موږ پوهیږو چې د دغې خاصې پوځي ډلې له افغانستان ضد سیاستونو سره نه د پاکستان متدین ولس، نه سیاسي احزاب او نه هم علماء کرام موافق دي.

دغه کړۍ په اسلامي امارت باندې ناسم تورونه پورې کوي، نړۍ ته داسې ښيي چې ګویا د پاکستان نا امني او د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره جوخت پيل شوي، په داسې حال کې چې دغه نا امني او د ټي ټي پي شتون له (۲۰۰۲) څخه را په دې خوا پيل شوې او علت یې هم د پاکستاني پوځیانو هغه ناسم سیاستونه وو چې هغه مهال یې له امریکا سره ځان په اتحاد کې ګډ کړ او بیا یې امریکایانوته اجازه ورکړه چې په وزیرستانونو او قبایلو کې ډرون بریدونه وکړي او پخپله یې هم د وزیرستان له بیچاره خلکو سره دښمني را واخیسته، په ځلونو یې د هغوی په ضد لوی او واړه عملیات اعلان کړل، خلک یې ووژل، کورونه یې وران کړل او د قبایلو په خلکو یې زندانونه ډک کړل.

دلته غواړو چې د پاکستان د پوځ او بیچاره پښتنو قبائلو ترمنځ د تیرو کلونو د جګړو څو نمونې یادې کړو، ترڅو روښانه شي چې د ټي ټي پي موضوع د نن او پرون موضوع نه ده او داچې دا موضوع په افغانستان او ځانکړي توکه د اسلامي امارت پورې هيڅ اړه نه لري.

په قبائلي سیمو کې له خلکو او ټي ټي پي سره د پاکستان د پوځ د عملیاتو او جګړو مختصره یادونه:

په ۲۰۰۲ م کال کې د ټي ټي پي تحریک د پاکستاني پوځ لخوا امریکا ته په وزیرستانونو باندې د خلاص مټ بمبارۍ او ډرون بریدونو په غبرګون کې رامنځته شو.

چې بیا یې پاکستاني ځواکونو له هغه وخته تر اوسه پورې په وړاندې بیلابیل عملیات او بریدونه کړي، همدا ډول د ټي ټي پي لخوا هم له هغه وخته تر اوسه په پاکستان کې لوی او واړه بریدونه ترسره شوي دي.

۱ـ پاکستاني پوځ په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال د مارچ په میاشت کې په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرسان او اورکزی اجنسۍکې د ټي ټي پي په ضد د (OPERATION AL – MIZAN)( المیزان) په نامه عملیات اعلان او ترسره کړل چې نتیجه کې یې د پاکستان په دننه کې تر ۸۰۰۰۰ زره ځایي خلک بيځایه شول.

۲ـ په ۲۰۰۷ کال کې پاکستاني پوځ په سوات او ملاګند کې د ټي ټي پي په وړاندې د ( راه راست) په نامه عملیات اعلان کړل چې له امله یې د سوات او مالاکنډ څلور لکه خلک ګډوالۍ ته مجبور شول او یو شمېر ګډوال د افغانستان نیږدې سیمو ته هم را واوښتل چې د هغه وخت حکومت دیورند کرښې ته نیږدې ځاي په ځاي کړل.

۳ـ په ۲۰۰۸ کال کې پاکستاني پوځ په باجوړ اجنسۍ کې د ټي ټي پي په مقابل کې د (OPERATION SHER DIL) (د زمري زړه) په نامه عملیات اعلان کړل چې نږدې شپږ لکه خلک یې مهاجر کړل.

۴ـ د ۲۰۰۹ کال اکتوبر میاشت کې پاکستاني پوځ په جنوبي وزیرستان کې بیا د ټي ټي پي په وړاندې د ( نجات ) په نامه عملیات اعلان کړل چې تقریباً له درې تر څلور لکو ځایي خلک یې کډوالي ته مجبوره کړل.

۵ـ د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې پاکستاني پوځ په کرمه اجنسۍ کې د ټي ټي پي په ضد د سپین غر( کوه سفید) په نامه عملیات اعلان کړل چې په نتیجه کې یې شاوخوا یو لک ځایي خلک کډوالي ته اړ کړل.

۶ـ د ۲۰۱۴ د جون میاشتې په ۱۵ نیټه پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي په مقابل کې د ضرب عضب (غضب) په نامه عملیات اعلان کړل چې له امله یې تقریباً تر یو میلیون پورې خلک بیځایه شول چې تر نیمایي زیات یې له دیورند کرښې دې خوا را واوښتل او د هغه وخت حکومت د یادو قبائلي مهاجرینو لپاره په خوست او پکتیکا کې کمپونه جوړکړل.

۷ـ پاکستاني پوځ له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې د خیبر اجنسۍ تیرا او باړه سیمو کې د ټي ټي پي او قبائلو په وړاندې د خیبر ۱،۲،۳،۴ په نامه عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې له درې تر پنځه لکه خلک له خپلو سیمو کډوالي ته مجبور شول چې ډېره برخه یې ننګرهار ولایت ته را غلل او د تېرې ادارې له خوا په اړونده سیمه کې ځای پر ځاي شول.

د عملیات میزان په اړه راپور:

د اسلامي امارت له واکمني مخکې په افغانستان کې د میشتو مهاجرینو په اړه راپور

دا هغه حقایق او مستند معلومات دي چې ښيي پاکستاني پوځ د اسلامي امارت له راتګ مخکې هم له پښتني قبایلو او TTP سره په جګړه کې ښکیل وو. د اسلامي امارت تر راتګ د مخه دوی په دې خبره اعتراف کاوه چې په اصطلاح له ترهګرۍ سره په جګړه کې یې له ۸۰ تر ۹۰ زره نظامیان او خلک وژل شوي.

د اسلامي امارت له واکمني د مخه د پاکستان د پوځ او خلکو د تلفاتو په اړه د دوی اعتراف

د اسلامي امارت له واکمنی مخکې په پاکستان کې غټې پېښې:

پاکستان کې د بریدونو او هلته د زیانونو مسئله هم کومه نوی پيښه نده چې د اسلامي امارت له راتګ سره دې ارتباط ولري، بلکې لا له وړاندې د پاکستان په خاوره کې لوی لوی بریدونه شوي او درانه تلفات یې اړولي، چې روښانه کوي، دا مسئله خپله د پاکستان ستونزه ده نه د اسلامي امارت.

۱- په ۲۰۰۷ اګست کې د ټي ټي پي لخوا په جنوبي وزیرستان کې ۳۰۰ پاکستانې پوځيان د عملیاتو په مهال ژوندي ونیول شول چې وروسته بیا د بیت الله محسود له څلویښتو بندې غړو سره تبادله شول.

۲ـ د ۲۰۰۸ د اګسټ په ۲۱ مه د پاکستان پنجاب کې د وسلو جوړولو فابریکې باندې حمله وشوه چې ګڼ شمیر کسان په کې ووژل شول.

۳ـ د ۲۰۰۸ د جون میاشتې په ۲ نیټه په اسلام اباد کې د ډنمارک په سفارت باندې د موټر بم برید وشو چې څو کسان په کې ووژل شول.

۴ـ د ۲۰۰۹ اکتوبر په ۲۸ مه د پیښور ښار په مینا بازار کې د موټر بم چاودنه وشوه چې ګڼ شمیر کسان په کې ووژل شول.

۵ـ د ۲۰۰۹ اکتوبر میاشت کې د سوات په شنګله سیمه بازار کې د موټر بم حمله وشوه چې تر ۴۷ تنو پورې کسان په کې ووژل شول.

۶ـ د ۲۰۱۱ د مې میاشت په ۲۲،۲۳ نیټو د کراچۍ د بحري ځواکونو(PNS Mehran) په اډه باندې برید وشو چې د راپورونو له مخې ۱۸ تنه بحري افسران په کې ووژل شول او ۱۶ تنه زخمیان شول.

۷ـ د ۲۰۱۴ دسمبر میاشتې په ۱۶ په پیښور کې د ارمي پبلک سکول(APS) واقعه رامنځته شوه چې شاوخوا ۱۵۰ تنه پکې ووژل شول او ۱۳۴ تنه زخمیان شول.

دې ته ورته ډيرې نورې پېښې او حملې هم په پاکستان کې ترسره شوي چې موږ یې فقط څو نمونې یادې کړې.

اسلامي امارت له واکمني وروسته د پخوا را مهاجر شویو قبائلو په اړه څه کړي:

• د پاکستان حکومت، پاکستاني ګوندونو، علماؤ او افغانستان ته راغلو مهاجرینو ترمنځ مو د ناستو او غونډو زمینه برابره کړې.

• اسلامي امارت هغه قبائل مهاجرین چې ډیورنډ لاین ته نیږدې سیمو کې میشت وو، او پاکستان ترې ویره لرله د هغو کورونه یې له ډيورنډ کرښې څخه مرکزي سیمو ته انتقال کړي او کمپونه ورته جوړ کړي، ترڅو ښه کنترول شي.

دا هم ولولئ

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

• له قبائلي مهاجرینو سره د وسلو ګرځول منعه شول.

• د ستونزو د حل او دوامدار مراقبت لپاره یو اصلاحي کمیسیون ایجاد شو.

• که څوک د امیر له اجازې پرته له افغانستان څخه د باندې د جهاد په نوم تلل د هغوی په وړاندې شرعي حکم او فتوا اعلان شوه.

• په پاکستان کې د سولې او امن لپاره مو د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه مساعده کړه چې له امله یې هغه مهال اوږد مهاله اوربند وشو او خبرو اترو خورا ډير پرمختګ وکړ چې بیا د پاکستان پوځ د خاصې کړۍ لخوا هرڅه سبوتاژ شول.

اوس مهال چې کوم قبائلي مهاجرين په افغانستان کې شتون لري، دا د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې په افغانستان کې میشت شوي وو او لکه څرنګه چې یادونه وشوه د مهاجرت علت يې هم د پاکستان د پوځ خاصې کړۍ ناسم سیاستونه او په قبائلي سيمو کې تاوتريخوالی او عمليات وو، اسلامي امارت به د ټولو هغو هڅو او اقداماتو تود هرکلی وکړي چې په پایله کې يې دغه مهاجرين خپلو سيمو ته ستانه شي.

همدا راز د دې ټولو اقداماتو سره سره اسلامي امارت لاهم ځان مسؤل ګڼي چې له خپلې خاورې څخه چاته د بل هیواد په چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي بلکه مخه یې ونیسې. ان شاءالله تعالی

مخکینې مطلب

ترکیې د نتنیاهو په ګډون د ۳۷ اسراییلي چارواکو د نیولو حکم ورکړ؛ حماس یې هرکلی کړی

بل مطلب

روسه کې پر يوه کور د چورلکې نسکوريدو پېښه کې ۴ تنه وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
افغانستان

کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
خبرونه

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
خبرونه

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
خبرونه

پاکستان کې د انرژۍ بحران؛ حکومت ښوونځي تړي او دولتي لګښتونه کموي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026

وروستي

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

پاکستان کې د انرژۍ بحران؛ حکومت ښوونځي تړي او دولتي لګښتونه کموي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

سپاه پاسداران: د جګړې پای به ایران ټاکي؛ هغه هېوادونه چې د امریکا او اسراییلو سفیران وباسي، د هرمز تنګي تګ راتګ ازادي به ولري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

هند: د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

ایران ټایمز: ټرمپ چې په نیویارک کې ښاروال نه شي ټاکلی، د ایران لپاره به څنګه مشر وټاکي؟

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

عراقچي: روانه جګړه تحمیلي ده؛له امریکا سره خبرې نور زموږ په اجنډا کې نشته

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره د مذاکراتو هڅې پيل کړي

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د امریکا مرکزي قومانداني: د ایران په بریدونو کې یو بل ټپي شوی امریکايي پوځي مړ شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

پاکستان کې د انرژۍ بحران؛ حکومت ښوونځي تړي او دولتي لګښتونه کموي

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

سپاه پاسداران: د جګړې پای به ایران ټاکي؛ هغه هېوادونه چې د امریکا او اسراییلو سفیران وباسي، د هرمز تنګي تګ راتګ ازادي به ولري

هند: د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

ایران ټایمز: ټرمپ چې په نیویارک کې ښاروال نه شي ټاکلی، د ایران لپاره به څنګه مشر وټاکي؟

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com