د سوډان جګړه؛ د پوځ هوایي بریدونو کې د چټک غبرګون ګڼ وسله‌وال وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۴ل)

د سوډان پوځ اعلان کړی، چې د دوی هوایي ځواکونو د پلازمېنې خرطوم،مدرمان او د شمالي دارفور په ځینو برخو کې د چټک غبرګون ځواکونو پر مرکزونو پراخ هوایي بریدونه کړي دي.

د پوځ ویاند ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د چټک غبرګون لسګونه وسله‌وال وژل شوي، د هغوی څو زغره‌وال موټر، توغندويي وسیلې او مهمات له منځه تللي دي.

د پوځ د وینا له مخې، دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شول، چې د چټک غبرګون ځواکونو د پوځ پر اډو بریدونه ترسره کړل او د پوځ ځینې اډې یې ونیولې.

خو د چټک غبرګون ځواکونو ویاند دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی د پوځ د پرمختګ هڅې شنډې کړې، د څو الوتکو د راپرځولو دعوه یې کړې او ویلي یې دي چې د پوځ له لوري د ملکي خلکو د وژنو مسؤلیت به له پامه ونه غورځوي.

د یادونې وړ ده چې د سوډان جګړه له ۲۰۲۳م کال راهیسې د ولسمشر جنرال عبدالفتاح برهان په مشرۍ د پوځ او د محمد حمدان دقلو (حمیدتي) تر مشرۍ لاندې د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د واک د کنټرول پر سر روانه روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button