یمني ځواکونو اسرائیلو ته تلونکې یوناني بیړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی، چې د دوی سمندري ځواکونو د سره سمندرګي کې هغه یوناني بیړۍ په نښه کړې، چې د اشغال شوي فلسطین اشغال پر لور روانه وه.

د سریع په وینا، دغه برید د “انساني او مذهبي مسؤلیت” له مخې ترسره شوی او موخه یې دا ده چې د غزې محاصرې د ماتولو لپاره پر صهیونیستي ترهګر ريژیم فشار زیات کړي.

هغه ټینګار کړی، چې تر هغه به دا ډول عملیات دوام ولري څو د غزې محاصره په بشپړه توګه پای ته ورسېږي رسېدلې د فلسطین مظلوم ولس ته د ازاد تګ راتګ او مرستو لارې پرانیستل شي.

سریع زیاتوي، یمني ځواکونه د ټولو هغو بیړیو پر ضد اقدام ته چمتو دي، چې د اسراییلو له بندرونو سره سوداګریزې اړیکې لري.

مربوطه مطالب

Back to top button