ملا عبدالغني برادر: افغان سوداګر باید د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې وکاروي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱لړم، ۱۴۰۴ل)

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره په ناسته کې د پاکستان سره د سوداګرۍ د مخنیوي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې افغان سوداګر باید خپل صادرات او واردات ژر تر ژره د بدیلو لارو له لارې ترسره کړي.

نوموړي وویل، که کوم سوداګر له پاکستان سره اړیکې ساتي او ستونزې رامنځته شي، اسلامي امارت به ورسره هېڅ ډول مرسته یا ملاتړ ونکړي.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، پاکستان په وار وار سوداګریزې لارې تړلې او له سوداګرۍ یې د سیاسي فشار لپاره استفاده کړې، چې افغان سوداګرو ته يې درانه زیانونه او مالي مشکلات رامنځته کړي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې دا پرېکړه باید ژر تر ژره عملي شي ترڅو سوداګري له ستونزو پاکه او په خوندي توګه روانه وي.

د اقتصادي مرستیال په وینا، که پاکستان غواړي د افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانيزي، باید کلک تضمینونه ورکړي چې بیا په هیڅ حالت کې ونه تړل شي.

په ورته وخت کې، د سوداګرۍ بدیلې لارې باید ژر تر ژره وکارول شي، تر څو د افغانستان اقتصادي جریان د بهرنیو سیاسي فشارونو څخه خوندي پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button