کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وینزویلا پر ضد د احتمالي پوځي عملیاتو نوې طرحه وړاندې کړې دي، چې پکې د ځمکنیو بریدونو پلان هم شامل دی.
د راپورونو له مخې، دغه پلانونه د هغو سیاسي کړکیچونو له امله ټرمپ ته وړاندې شوي، چې په وینزویلا کې د امریکا د ګټو پر ضد رامنځته شوي دي.
له بلې خوا، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا له ولس څخه غوښتنه کړې، چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د وینزویلا له حکومت سره یووالی وښيي.
مادورو د «سيانان» ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا باید د وینزویلا پر ضد له نظامي ښکېلتیا ډډه وکړي او پر ځای یې د خبرو او تفاهم لاره غوره کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی ،چې د هر ډول نظامي مداخلې له امله به نه یوازې وینزویلا، بلکې ټوله سیمه له ناورین سره مخ شي او د امریکا پر نړیوال اعتبار به هم ژور منفي اغېز وکړي.


















