کابل کې د پولیسو له لوري ۵۰ زره زیکپ نشه يي ګولۍ نیول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل) ل

د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو نږدې ۵۰ زره زیکپ نشه‌يي ګولۍ د ښار د مارکېټ په سیمه کې نیولې دي.

د حوزې امر مولوي روزي محمد شاکر د معلوماتو له مخې، دغه ګولۍ د هغو کسانو له لوري کارول کېږي چې د نشې لپاره یې مصرفوي.

چارواکي وایي، د ګولیو اصلي پلورونکی د پولیسو تر څار او تعقیب لاندې دی او ډېر ژر به ونیول شي.

د پولیسو په وینا، د دې ډول نشه‌يي توکو مخنیوی د ښار د امنیت او د روږدو کسانو د ساتنې لپاره مهم دی.

امنیتي مسوولینو له خلکو غوښتي چې که د نشه‌يي توکو د پلور یا لېږد کومه پېښه وویني، نو باید سمدستي د پولیسو ۱۰۰ بیړنۍ شمیرې ته زنګ ووهي ترڅو ژر تر ژره اقدام وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button