پر لبنان د صهیونیستي ريژیم هوایي بریدونه؛ د حزب الله لوړ پوړی قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، هغه پوځي مشر “علي الطبطبایي” چې پرون د اسرائيلي برید پر مهال شهید شو، د فلسطین د جهادي ډلو یو له مهمو ملاتړکوونکو ګڼل کېده.

الجزیره زیاتوي، الطبطبایي نه یوازې د حزب‌الله غړی و، بلکې په غزه او فلسطین کې یې د سني اسلامي ډلو ملاتړ ته ځانګړې توجه لرله.

سرچینې وایي، نوموړی د سني او شیعه ترمنځ د مذهبي ټکر کلک مخالف و او تل یې ټینګار کاوه، چې د یهودي اشغالګرو پر ضد باید د اسلامي نړۍ له ټولو ډلو یوه ګډه او متحده جبهه جوړه شي.

الجزیره دا هم وايي، چې نوموړی د اسرائيلي رژیم د وروستۍ جګړې پر مهال، د فلسطيني جهادي ډلو د ملاتړ لپاره مهم رول لوبولی و.

Related Articles

Back to top button