د حماس لوړ پوړی پلاوی مصر ته رسېدلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ لوړپوړی پلاوی د مصر پلازمینې قاهرې ته رسېدلی او هلته یې د مصر د استخباراتو له عمومي رئیس سره د اوربند د هوکړې د تطبیق، د غزې د اوسني وضعیت او د هوکړې د دویم پړاو د عملي کېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د حماس ویاند “جهاد طه” ویلي، چې د اسرائيلي رژیم دوامداره سرغړونې د اوربند پر دوام جدي سیوری غوړولی او خبرداری یې ورکړی، چې که دا سرغړونې ونه درول شي، د هوکړې راتلونکی به له ستونزو سره مخ شي.

حماس له منځګړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د سرغړونو د ثبت او څار لپاره یو شفاف او روښانه میکانیزم جوړ کړي، څو هره سرغړونه پر وخت ثبت، وڅارل شي او د اوربند د ماتېدو مخه ونیول شي.

Related Articles

Back to top button