ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۴۷ زره مټريک ټنه څخه زيات توکي انتقال شوي

کابل کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو وزارت وايي، چې د تېرې اوونۍ له عقرب ۲۳مې تر ۲۹مې نېټې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۴۷۱۹۴ مټریک ټنه توکي انتقال شوي زياتوي د انتقالاتو لویه برخه د حیرتان بندر له لارې وه چې ۱۰۴۳۱۳ ټنه توکي پکې انتقال شوي، همدارنګه د آقینې بندر ۸۳۹۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر ۱۵۳۲۸ ټنه او د خواف–هرات لارې ۱۹۱۵۷ ټنه توکي انتقال شوي دي.

د وزارت د راپور له مخې، د انتقال شويو توکو یوه برخه صادراتي ده، چې په تېره اوونۍ کې ۳۲۷ ټنه انارو جوس صادر شوي او ټینګار کوي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د انتقال کچه هر څومره لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه زیاتېږي، ملي عواید لوړوي او اقتصادي ثبات ته وده ورکوي.

Related Articles

Back to top button