د افغانستان بندرونو د عصري کولو لپاره د مالیې وزارت او «ډيپيورلډ» تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د مالیې وزارت او د «ډيپيورلډ» نړیوال شرکت ترمنځ د هېواد د سوداګریزو بندرونو د تجهیز او عصري کولو تړون لاسلیک شو. دغه تړون د پانګونې د یوې شرطپاڼې پر بنسټ د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت دفتر په حضور کې نهایي شوی دی.
د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس عبدالله عزام د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د شرطپاڼې له مخې به په لومړي پړاو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د حیرتان بندر او په دویم پړاو کې به د افغانستان او پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د تورخم بندر په عصري وسایلو سمبالېږي او زېربنايي چارې به یې د نړیوالو معیارونو له مخې رغول کېږي.
«ډيپيورلډ» یو پېژندل شوی نړیوال شرکت دی، چې د بندرونو د مدیریت او لوژستیکي خدمتونو په برخه کې پراخه تجربه لري، او چارواکي وایي چې دغه همکاري به د افغانستان د ترانزیټي لارې د اسانتیا او اقتصادي ودې لپاره مهم قدم وي.



