عبدالحی قانت: د دوحې فورم ګډونوال د افغانستان سره پر مثبت تعامل یوه خوله وو؛ پاکستان سوداګريزې لارې د فشار لپاره کاروي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت د دوحې فورم په ناسته کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز مسیرونه او جغرافیایي لارې د سیاسي فشار په وسیله کاروي. نوموړي خبرداری ورکړی چې دا چلند د سیمې اقتصادي ثبات ته زیان رسوي او د دوام په صورت کې به د سیمې اقتصاد له جدي خطر سره مخ شي.

قانت ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان باید د ستونزو د هواري لپاره ګډې لارې ولټوي او ټولې شخړې یوازې د خبرو او تفاهم له لارې حل کېدای شي. هغه د اړیکو اوسنی وضعیت «لنډمهاله بحران» بللی او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډېر ژر ستونزې حل شي.

عبدالحی قانت وايي، د دوحې فورم په ناسته کې ویناوال او د غونډې ګډونوال د افغانستان او نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه یوه خوله وو.

نوموړي زیاته کړې چې د دوحې فورم په غونډه کې د ګډونوالو تمرکز له افغانستان سره پر مثبت، اقتصادي او همکارۍ‌محور تعامل و.

دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، تر هغه چې د پاکستان له حکومته «باوري تضمینونه» ترلاسه نه شي، د افغانستان له لوري به دروازه نه پرانیستل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button