سردار حسین بابک: د TTP ټول مرکزونه په پاکستان کې دي، پر کابل تور لګول بې مانا دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان نامتو پښتون سیاستوال او د عوامي نېشنل پارټۍ غړي سردار حسین بابک، ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک TTP له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او دا ډله شل کاله مخکې په پاکستان کې جوړه شوې ده.
بابک زیاتوي، د TTP ټول مرکزونه او د فعالیت سیمې د پاکستان دننه دي، او د دې ډلې د شتون پړه باید اسلاماباد پر افغانستان ونهاچوي.
د هغه په خبره، د پاکستان حکومت خپله د امنیت د ټینګښت مسوول دی.
نوموړي څرګنده کړې چې TTP په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، صوابۍ، سوات، بونیر، کرمه، باجوړ، خیبر او مومندو کې ښکاره مرکزونه لري او په همدې سیمو کې فعاله ده.



