لغمان کې د نهر کریم کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

لغمان کې د نهر کریم کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په قرغه‌یي ولسوالۍ کې د نهر کریم کانال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په دې مراسمو کې د لغمان د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان، د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالستار، د ایف، اې، او مؤسسې د اسیايي څانګې مسؤل ولید حسن، قومي مشران او د سیمې اوسېدونکي ګډون درلود.
د معلوماتو له مخې، د نهر کریم کانال ۱۸.۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۵۰۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
د دغې پروژې چارې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې او د ایف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
چارواکو او د ایف، اې، او مؤسسې استازي د پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د نهر کریم کانال به د سیمې په کرنیز تولید، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند په ښه والي کې مهم رول ولوبوي. د دوی په وینا، د یاد کانال د سربند جوړېدو سره به د قرغه‌یي ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي له مستقیمو ګټو برخمن شي.

مربوطه مطالب

Back to top button