د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۸۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د چهارشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، ورېښمو او اسلام‌کلا له لارو ټولټال ۸۶۳ کورنۍ (۴۵۹۱ کسان) په اجباري ډول هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یادې کورنۍ د ثبت، تثبیت او بایومیټریک له پړاوونو تېرې شوې او هممهاله ورته د روغتیا، غذا، مخابراتو او معلوماتي پوهاوي بېلابېل خدمات هم وړاندې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د راستنو شویو مهاجرینو د خوندي لېږد لپاره له تورخم، سپین بولدک، بهرامچې او کابل مرکز څخه ۱۳۱۱ کورنۍ (۷۱۶۵ کسان) خپلو اصلي ولایتونو ته انتقال شوې دي او د ترانسپورټ د کرایې په توګه ورته شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

همداراز، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۴۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او راستنو شویو مهاجرینو ته ۹۳۷ سیمکارتونه هم ووېشل شول.

مربوطه مطالب

Back to top button