ازبکستان: د سولهییز افغانستان ملاتړ کوو او سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې یې فعال رول مهم دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د منځنۍ اسیا او جاپان د لومړنۍ سرمشریزې پر مهال ویلي، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د تعامل له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي او د ثبات ټینګښت یې د ټولې سیمې په ګټه دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې ازبکستان د یوه سولهییز، باثباته او پر دوامدار پرمختګ متمرکز افغانستان ملاتړ کوي او باور لري، چې د ګډو سیمهییزو هڅو له لارې به د افغان ولس لپاره د پرمختګ زمینه برابره شي.
میرضیایف همداراز د جاپان له دوامدارو بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د ګډو همکاریو په پایله کې به د افغانستان ټولنیز ـ اقتصادي او بنسټیز پرمختګ پیاوړی شي او دا هېواد به وکولای شي په سیمهییزو اقتصادي پروژو کې اغېزناک او فعال رول ولوبوي.



