افغانستان؛ د بندیزونو تر سیوري لاندې د بیا راپاڅېدو کیسه

سید احمد شاه سادات

افغانستان، سره له دې چې له سختو نړیوالو بندیزونو، او اقتصادي فشارونو سره مخ دی، اما په وروستیو کلونو کې یې داسې عملي ګامونه پورته کړي چې د ناامېدۍ تیاره یې تر ډېره ماته کړې ده.
د هېواد دننه د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، د تولیدي سکتور بیا راژوندي کېدل او د اقتصادي نظم نسبي ټینګښت دا ښيي چې افغانستان لا هم د ودې او رغونې وړتیا لري. همدا واقعیتونه دي چې نړیوال بانک یې دې ته اړ کړ، څو د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۳.۴ سلنه اټکل کړي؛ یو داسې رقم چې د جګړې ځپلي هېواد لپاره د پام وړ بلل کېږي.

که په ژور نظر ورته وکتل شي، دا اقتصادي خوځښت یوازې د شمېرې خبره نه ده، بلکې د یو ملت د بقا، مقاومت او بیا راپاڅېدو نښه ده. د لویو لارو رغونه، د کابل ښار د سړکونو او واټونو بیا سمسورتیا، د پخوانیو فابریکو فعالېدل او د لسګونو نوو تولیدي مرکزونو پرانیستل، دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې اقتصاد له رکوده د وتلو په حال کې دی.

له بلې خوا، د ازبکستان او قزاقستان له لارې د اورګاډي سوداګریز دهلیزونه، د هرات له لارې د ۳۵۰ قلمه توکو صادرات د منځني ختیځ، اروپا او هند بازارونو ته، او د هوايي دهلیزونو د مالیاتو کمېدل، افغانستان له سیمه‌ ییز انزوا څخه د وتلو پر لور روان کړی دی.
همدا راز د واخان لاره نژدې بشپړېدل نه یوازې جغرافیوي بدلون دی، بلکې د اقتصادي خپلواکۍ او ستراتیژیک اتصال یو مهم ګام بلل کېږي.

په مالي برخه کې، د افغانۍ د ارزښت ثبات، د اسعارو کنټرول او د نړیوالو اسعارو د ثبات په شاخص کې درېیم مقام ترلاسه کول دا پیغام لري چې اقتصادي نظم، که څه هم نیمګړی، خو د سقوط له مرحلې وتلی دی. دا هغه ټکی دی چې ډېر هېوادونه یې د جګړو وروسته کلونه کلونه وروسته هم نشي ترلاسه کولای.

په طبیعي سرچینو کې د ډبرو سکرو استخراج، د شمال د نفتو څاه‌ګانو فعالېدل، د کونړ د اوبو بند منظوري او د قوش‌تېپې کانال بشپړېدل، دا ټول اوږدمهاله پروژې دي چې د هېواد د اقتصادي ځان ‌بساینې بنسټ ږدي. همدارنګه د سالنګونو رغونه او د کابل سیلو بیا فعالېدل د خوراک، امنیت او ترانزیټي اتصال له پلوه ستر ارزښت لري.

په امنیتي برخه کې، په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت، د پنجشېر له درې څخه د پنځوسو کلونو راټوله شوې درنه وسله راټولول، د زړو وسلو، د سکاډ توغندیو، اوراګانو او ټانکونو ترمیم او د پوځي تجهیزاتو پیاوړتیا دا څرګندوي چې د ااا د مرکزي واک د ټینګښت پر لور ګامونه پورته کړي دي.

همدارنګه، له روسیې څخه د ۱۲ جنګي هلیکوپترو او له چین سره د ۴۲ J-10 پرمختللو جنګي جیټ الوتکو پیرود قراردادونه، افغانستان د هوايي ځواک له پلوه د سیمې په معادله کې داخلوي. دا ډول قراردادونه یوازې پوځي ځواک نه دی، بلکې یو سیاسي پیغام هم لري: افغانستان نور د امنیتې لحاظه د تشویش وړ نه، بلکې د خپلې خاورې د لا ښه امنیت او د سرحداتو د پرمختللو وسایلو پواسطه دفاع کول غواړي.

له دې سره یو ځای، د لوی افغانستان تاریخي موضوع تر اټک او مارګلې پورې بیا راژوندي کېدل، له فکري او سیاسي پلوه د ملي شعور تازه کول دي. دا موضوع د هویت، تاریخ او د سیمې د سیاسي جغرافیې د بیا فکر غوښتنه کوي.

خو له دې ټولو سره سره، دا به ستره تېروتنه وي که منفي واقعیتونه له پامه وغورځول شي. مثلاً د نجونو د ښوونځیو بندېدل، د ښځو د کار محدودیتونه او ټولنیزې اندېښنې هغه ټپونه دي چې که ژر یې درملنه ونه شي، دا ټول اقتصادي پرمختګونه به نیمګړي او ناپایدار پاتې شي.

اوس نو د راتلونکې پړاونو لپاره مونږ باید د داسې پرمختګ هڅه وکړو چې اقتصاد، ټولنه او انساني کرامت په ګډه پیاوړي کړو.

سره له دې، مونږ باید ومنو چې افغانستان یو داسې هېواد دی چې نږدې پنځوس کاله یې جګړه، ویجاړي او سیاسي بې‌ ثباتي لیدلې ده. په داسې شرایطو کې، دا تمه کول چې هر څه به په لنډ وخت کې سم شي، له واقعیت سره سمون نه خوري. پرمختګ یو بهیر دی، نه یو ناڅاپي معجزه.

راځئ چې دا شته لاسته راوړنې وستایو او ویې ساتو، نیمګړتیاوې په زغرده ومنو، او د اصلاح لپاره یې ګډ کار وکړو. راځئ چې لاسونه سره ورکړو، قومونه سره رانږدې کړو، کرکه او نفرت لېرې کړو، د ملي پخلاینې لاره خپله کړو او د هېواد د داخلي او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې یو موټی ودریږو.

ځکه افغانستان یوازې خاوره نه ده؛
افغانستان د قربانیو تاریخ دی، د صبر کیسه ده او د بیا راپاڅېدو هیله ده.
که موږ خپله هیله له لاسه ورنه کړو، هېڅ ځواک به یې له مونږ څخه وانخلي.
راتلونکی نه راکول کېږي، بلکې جوړېږي او دا جوړونه زموږ له باور، یووالي او هوښیار تصمیم څخه پیلېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button