امریکا پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د دفاعي بوديجې د قانون له لاسلیک سره هممهاله، پر سوریې د «قیصر قانون» له مخې لګول شوي بندیزونه په رسمي توګه لغوه کړل.

تر دې وړاندې د امریکا کانګرس پرېکړه کړې وه، چې دغه بندیزونه دې پای ته ورسول شي او اوس د ولسمشر ټرمپ له لاسلیک وروسته دغې پرېکړې عملي بڼه خپله کړه. .

د «قیصر قانون» له مخې، امریکا په ۲۰۱۹م کال کې پر سوريې اقتصادي بندیزونه ولګول، چې هدف یې د بشار الاسد حکومت کمزوری کول او پر دمشق فشار زیاتول و.

مربوطه مطالب

Back to top button