د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۱۰۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د جمعې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام‌کلا او کابل مرکز له لارو ټولټال ۱۰۶۳ کورنۍ (۵۰۲۸ کسان) په اجباري ډول هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، راستنو شویو مهاجرینو ته د روغتیا، غذا، مخابراتو او عامه پوهاوي په ګډون بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي او په دې لړ کې ۹۳۷ سیمکارتونه هم ورته وېشل شوي. او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۴۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
کمېسیون زیاتوي، چې د راستنو شویو مهاجرینو د خوندي لېږد لپاره له تورخم، سپین بولدک، بهرامچې او کابل مرکز څخه ۱۲۹۵ کورنۍ (۶۹۳۱ کسان) خپلو اصلي ولایتونو ته انتقال شوې دي او د ترانسپورټ د کرایې په توګه ورته په میلیونونو افغانۍ ورکړل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button