د روسیې د لومړي وزیر مرستیال: روسیه د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ ستر اقتصادي دهلېز جوړوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د روسیې حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ د تېرېدو طرحه په جدي ډول ارزوي او د دې پروژې په اړه تخنیکي او سیاسي سلا مشورې روانې دي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، الکسي اوورچوک ویلي، چې نوې ترانزیټي پروژه د «نړیوال جنوب» د نښلولو په چوکاټ کې طرحه شوې ده.

د نوموړي په وینا، روسیه د پروژې بنسټیز تخنیکي اسناد چمتو کوي او متخصصین یې د رېل‌پټلۍ مسیر، امکانات او عملي کېدو وړتیا ارزوي.

دا پروژه به د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ بهیر چټک کړي او د روسیې لپاره د نړیوال جنوب بازارونو ته د لاسرسي نوې اقتصادي لارې پرانیزي.

کارپوهان وایي، چې افغانستان د سیمې د اقتصادي دهلېز د بدلېدو په لاره چټک ګامونه اخلي او دا پروژه به د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره مهم پرمختګ وي.

مربوطه مطالب

Back to top button