هرات کې د ۳.۹۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا ۹ لویې پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، په هرات ولایت کې د برېښنا د انتقال او توزیع ۹ لویې پروژې د ۳.۹۸ میلیارد افغانیو په ارزښت پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په پرانيست غونډه کې وویل، چې نږدې راتلونکې کې به دا پروژې بشپړې شي او ولس ته به د باثباته برېښنا خدمتونه وړاندې شي.
ډاکټر عمر څرګنده کړه، چې د هرات کروخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت شريف ولسوالیو لپاره د څلورو سبسټېشنونو چارې بشپړې شوې او نورو پروژو لپاره د بنسټ ډبره ایښودل شوې ده. همدارنګه، د نوې ۸۰ مېګاواټه برېښنا تولید پروژې چارې هم په پلان کې دي، چې د سوداګرۍ او صنعتکارانو اړتیاوې به پوره کړي.
ملا عبدالغني برادر هم وویل، چې اسلامي امارت هغو صنعتکارانو ته چې په هېواد کې د سړو خونو (سردخانو) د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، د پنځو کلونو لپاره د مالیاتو معافیت ورکړل شوی او د برېښنا شرکت مکلف دی په شرایطو کې اړینه برېښنا ورته برابر کړي.



