خلیفه سراجالدین حقاني: افغانستان د دوحې هوکړې ته ژمن دی او هېچا ته ګواښ نه دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پولیسو د افسرانو فراغت غونډې ته په وینا کې ويلي، چې مشرتابه هڅه کوي د رامنځته کېدونکو ستونزو لپاره معقولې حللارې او تګلارې جوړې کړي، تر څو له نړۍ سره د غلط فهمۍ مخه ونیول شي او ټینګار يې وکړ، چې اوسنی افغانستان د دوحې هوکړې ته ژمن دی او د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه پېښېږي.
خلیفه سراجالدین حقاني د امنیت د اوسني وضعیت په اړه وویل، چې دا د الله تعالی لوی فضل دی چې خلک نن د امنیتي ځواکونو له وېرې پر ځای، هرکلی کوي. هغه زیاته کړه، چې د امیرالمؤمنین، رئیسالوزرا او د کورنیو چارو وزارت د هدایاتو پلي کېدو ته باید جدي پاملرنه وشي او له ولس سره غوره تعامل او متقابل احترام وساتل شي.
د کورنیو چارو وزیر همدارنګه اعلان وکړ، چې د پولیسو د تېرو څلورو پرلپسې دورو ټول فارغ شوي افسران پر دندو ګمارل شوي او تازه فارغ شوي ۸۹۱ افسران به هم په خپلو مسلکي برخو کې وګمارل شي.
نوموړي وویل، چې اوس هېواد کې امنیت ټینګ دی، مشران او مسوولین له وسلې پرته ګرځي او دا ښيي چې امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او نظام د خلکو ستونزو ته د رسېدنې توان لري.



