د حماس سياسي غړو او د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ترمنځ د غزې د اوربند په هکله خبرې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴
مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر غړو ترمنځ د غزې د جګړې او د اوربند دوهم پړاو په تړاو خبرې شوي دي.

لیدنه د ډسمبر په ۲۴مه، د چهارشنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې شوې، چې پکې دواړو لوریو د غزې په تړانګه کې د روان اوربند د وضعیت، د هغه د دوام، او د دوهم پړاو د چمتووالي په اړه تفصیلي بحثونه کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي سرچینې ویلي، چې په ناسته کې د غزې له اوږدې جګړې وروسته د اوربند د عملي کېدو څرنګوالی هم ارزول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د حماس سیاسي مشران ټینګار کوي، دوی د اوربند د لومړي پړاو پر مهال له خپلې خوا ټول شرطونه پوره کړي او اوس د دوهم پړاو لپاره هم جدي تیار دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې هڅې روانې دي څو په غزه کې د جنګ اور مړ او د بشري وضعیت د ښه والي لپاره دوامدار اوربند رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button