ّپه نایجریا د امریکا بریدونه؛ ولسمشر ټرمپ وایي د داعش او بوکو حرام مرکزونه یې په نښه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو له یوې سمندري جنګي بېړۍ څخه د نایجریا شمال‌لوېدیځو سیمو باندې د کروز توغنديو بریدونه کړي دي، چې د امریکایي ولسمشر ټرمپ په وینا، دغه بریدونه د هغو ۱۰۰ عیسوي ماشومانو د تښتونې غچ و، چې ادعا کېږي د بوکوحرام او داعش ډلو لخوا یرغمل شوي دي.

د نایجریا حکومت بیا ویلي، چې دغه برید د دوی له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ او د شریرو ډلو (بوکوحرام او داعش) پر ضد ترسره شوی دی.

خو د الجزیرې خبریال وايي، چې بوکوحرام او داعش ډلې اصلاً د نایجریا په شمال‌ختیځ کې فعالې دي، حال دا چې امریکا بریدونه په شمال‌لوېدیځ سیمو کې کړي دي کوم چې پوښتنې راولاړوي.

د راپور له مخې، ټرمپ نه‌ یوازې برید توجیه کړی، بلکې د نایجریا حکومت یې تورن کړی، چې د عیسویانو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلی او له همدې امله باید امریکا مداخله وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button