د سوریې حلب کې د حکومتي پوځیانو او قسد کردي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د سوریې په حلب ولایت کې د حکومتي پوځیانو او د کردي “قسد” ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې نښتې د حلب ښار په شمال کې رامنځته شوې او دواړو خواوو پکې له سپکو او درنو وسلو استفاده کړې ده.

د دقیقو تلفاتو شمېر نه‌دی معلوم؛ خو د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتي سازمان د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادونې وړ ده، چې قسد ځواکونه د امریکا تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي او له تېرو څو کلونو راهیسې یې د پخواني ريژیم سره هم وخت ناوخت نښتې کړي دي؛ خو سوریه کې د بشارالاسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ د سوریې حکومتي ځواکونو سره نښتې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button