نن د جدي شپږمه؛ پر افغانستان د شوروي یرغل ۴۶مه کلیزه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

نن د جدي یا مرغومي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل ۴۶مه کلیزه ده؛ هغه ورځ چې هر کال د افغانانو له لوري د یوې تورې ورځې په توګه یادېږي.

د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه، د پخواني شوروي سرو پوځونو د حفیظ‌الله امین رژیم نسکور کړ او د ببرک کارمل په مشرۍ یې نوی حکومت واک ته ورساوه. امین او کارمل د خلق دموکراتیک ګوند د دوو مخالفو ډلو مشران و، او پر امین دا تور لګېدلی و چې د امریکا د استخباراتو (سي‌ آی ‌اې) له‌خوا ملاتړ کېده.

شوروي ځواکونو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان پراخ بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې هېواد له سختو ویجاړیو سره مخ شو.

د شاوخوا لس کلن اشغال پر مهال تر یو میلیون ډېر افغانان شهيدان شول او میلیونونه نور معلول او کډوال شول.

مربوطه مطالب

Back to top button