کابل ټکی کام (شنبه، ۶ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
سعودي عربستان د امریکا او هسپانیا په همکارۍ د خپل سمندري ځواک د عصري کولو لپاره ستراتیژیکې پروژې عملي کوي، چې موخه یې د سمندري امنیت او چمتووالي لوړول دي.
د «طویق» په نوم امریکايي پروژه کې د څلورو څو موخیزو جنګي بېړیو جوړول شامل دي، چې ارزښت یې ۱۱.۲۵ میلیارده ډالر ښودل شوی.
دغه بېړۍ د «فریډم» له کټګورۍ دي، یعنې چټکې او د اوږده واټن تګراتګ لرونکې بېړۍ دي، او تر ۵ زره سمندري میلو پورې د تګ وړتیا لري. یادې بېړۍ د هارپون توغندیو، ESSM هوايي دفاعي سیستم، ۵۷ ملي متري توپ او MH-60R هلیکوپټر سره سمبالې دي، او د الجبیل په ښار کې د پاچا عبدالعزیز سمندري اډه هم پراخېږي.
کارپوهان وايي، دا پروژه د سمندري لارو د ساتنې، د دفاعي چمتووالي پیاوړتیا او د هېواد د ستراتیژیکو ګټو د خوندي کولو لپاره عملي کېږي، او ورسره جوخت د «ویژن ۲۰۳۰» له مخې د پوځي لګښتونو د ۵۰ سلنه کورني کولو هدف ته هم خدمت کوي.















