د سوډان جګړه؛ پلازمینه خرطوم کې د ملېشو هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د ملېشو له‌خوا ترسره شوي هوایي برید لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې برید د “چاندو” په نوم د ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې شوی، چې پکې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

راپورونه زیاتوي، چې د برید مسؤلیت د ” چټک ملاتړ ملېشو” په منلی، چې له حکومتي ځواکونو سره د واک پر سر په جګړه کې ښکېل دي.

د یادونې وړ ده، چې د سوډان د پوځ او چټک ملاتړ ملېشو ترمنځ له تېرو ۳ کلونو راهیسې نښتې روانې دي، چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او سلګونه زره نور بې‌ ځایه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button