کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د ورځني کاري راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۴۵ کډوالې کورنۍ، چې ۶۹۰ تنه غړي لري، په اجباري توګه هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ له کابل او سرحدي سیمو څخه ۲۶۹ کډوالې کورنۍ، چې ۱۵۶۹ تنه غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي او د ټرانسپورټ په بدل کې تر یو میلیون زیاتې افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، له ۳۷۰ کډوالو کورنیو سره نغدي مرستې شوې، ۲۱۷ سیمکارتونه په وړیا ډول وېشل شوي او سلګونو راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او عامه پوهاوي اړوند خدمات وړاندې شوي دي.















