کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابينې په غونډه کې د هېواد پر مهمو اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو پر جوړولو او راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي او پانګهوال وهڅوي، څو معیاري کارخونې جوړې او د اړتیا وړ ماشینري پکې نصب کړي.
همداراز، د ریاستالوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو هیئت ته سپارښتنه شوې چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ راستنېدونکو کډوالو ته د کورونو د جوړولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.















