کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ د ټيډيایچ نړیوالې مرستندویې موسسې له لوري د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې ۵۹۰ اړمنو کورنیو باندې ۵.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د یاد ریاست معلوماتو له مخې، دغه مرسته هغو کورنیو ته ورکړل شوې، چې له مخکې د ځانګړې سروې له لارې تشخیص شوې وې. له ډلې یې په بټيکوټ ولسوالۍ کې ۳۰۰، سپینغر کې ۱۴۶ او په اچین ولسوالۍ کې ۱۴۴ کورنیو ته مرسته ورکړل شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني وايي، چې هرې کورنۍ ته په اوسط ډول ۹۶۵۷ افغانۍ ورکړل شوې، چې مجموعي ارزښت یې ۵۶۹۸۰۰۰ افغانیو ته رسېږي. نوموړي زیاته کړه، هیله ده چې دا مرسته به د دغو اړمنو کورنیو د ژوند د بهبود لپاره اغېزمنه تمامه شي.
مولوي فریدالله حقاني د ټيډيایچ موسسې له مرستو مننه وکړه او له نورو ملي او نړیوالو موسسو، خیریه بنسټونو او مرستندویو ادارو څخه یې هم د ژمي په دې سخته هوا کې د نورو مرستو غوښتنه وکړه، څو د بېوزله خلکو لاسنیوی وشي.

















