کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې روان کال له افغانستانه د شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نږدې ۲۲ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، د دغو صادراتو ۹۰ سلنه برخه د هرات ولایت تولیدات جوړوي، چې دا چاره د یاد ولایت د زعفرانو لوړ کیفیت او نړیوالو بازارونو کې د تقاضا زیاتوالی ښيي.
همداراز د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر محمد یوسف امین ویلي، چې سږکال یوازې له هراته د ۳۳۶ زره ډالرو په ارزښت ۳۰۵ کیلوګرامه زعفران نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
















