کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو د نهمې سرحدي لواء او هوایي ځواکونو د هلیکوپترو پرمټ د فراه ولایت په مرکز او پشت رود، خاک سفید او قلعه کاه ولسوالیو کې سلګونه تنه په سېلابونو کې بند هیوادوال وژغورل شوي دي.
دغو پېښو کې هیوادوالو ته یو شمېر مالي زیانونه اوښتي چې له بده مرغه په قلعه کاه ولسوالۍ کې تن هیوادوال مړ شوی دی.
د ملي اسلامي اردو زړور او با شهامته ځواکونه شپه او ورځ د خپلو هیوادوالو په خدمت کې بوخت دي او د هر ډول الهي پېښو په صورت کې سیمې ته عاجل ځان رسوي ترڅو د خپلو هېوادوالو د سلامتیا او امنیت ساتنه وکړي.

















