اسلام‌اباد: له کابل سره د اړېکو چینلونه لا هم فعال دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټېپو وایي، چې د اسلام‌اباد او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ د اړېکو چینلونه لا هم پرانیستي دي او خبرې روانې دي.

نوموړي دا څرګندونې د ایراني رسنیو سره په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د اړېکو راتلونکی به د سیمه‌ییز وضعیت له تحولاتو سره تړلی وي.

هغه هیله ښودلې، چې اسلامي امارت به د پاکستان «مشروع اندېښنې» جدي ونیسي، تر څو د همکاریو له لارې سولې، ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره شي.

که څه هم اسلامي امارت تر دې دمه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه‌ دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د پاکستان اندېښنې او غوښتنې غیر اصولي بللې وې او ټینګار یې کړی و، چې د افغانستان له خاورې کوم هېواد ته تهدید متوجه نه دی.

مربوطه مطالب

Back to top button