دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

ح جلال نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, راپور تاژ
0
9
ځلې شریک شوی
109
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، ۲۰۲۵ میلادي کال د اسلامي امارت لپاره د اقتصاد، ډیپلوماسۍ، بنسټیزو پروژو او ټولنیزو خدمتونو له پلوه د پام وړ لاسته‌راوړنو کال و.

دا هم ولولئ

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېر کال له بهرنیو هېوادونو څخه شاوخوا ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانان او مهاجرین هېواد ته راستانه شوي، چې د اکثریت د ځای پرځای کولو، خدمتونو وړاندې کولو او د ښارګوټو د وېش بهیر په منظم ډول مدیریت شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري تېر کال په ټول هېواد کې ۲۲ سترې پروژې یا پیل شوې او یا هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د ۲۰ نورو مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي دي.

د هغه په وینا، د سوداګرۍ او صنعت وزارت هم له سیمې هېوادونو سره ګڼ مهم تړونونه لاسلیک کړي، چې پکې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ موافقه، له قرغیزستان سره د اقتصادي او تجارتي همکاریو تفاهم‌لیک او د همکاریو د پراختیا لارنقشه، له پاکستان سره د ترجیحي تعرفو او ترانزیټي موضوعاتو تړون، او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایتونو سره د ګډو اقتصادي همکاریو اسناد شامل دي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې تېر کال افغانۍ کرنسي باثباته پاتې شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې ارزښت لوړ شوی، انفلاسیون ټیټ و او د خوراکي او لومړنیو توکو بیې د سیمې د هېوادونو په پرتله کمې وې. د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې ۴.۳ سلنه اقتصادي وده ثبت کړې ده.

نوموړي د بنسټیزو پروژو په برخه کې ویلي، چې د کمال خان بند پاتې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، همداراز د کابل شاه‌وعروس بند او د هرات پاشدان بند پاتې چارې هم بشپړې شوې. د هغه په وینا، په غزني کې د زردالو بند، په تخار کې د کوکچه سفلی بند او په بغلان کې د کیلګي بند د مطالعاتو چارې هم تېر کال پیل شوې دي.

تر دې وړاندې، د هېواد د اوبو مدیریت په برخه کې د ۹ سترو بندونو چارې بشپړې یا تر کار لاندې شوې او ۳۴۱ واړه بندونه (چک‌ډېمونه) هم جوړ شوي دي.

د امنیتي او ټولنیزو برخو په اړه، د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې تېر کال د دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د روزنې شمېر ۱۸۱ زره او ۸۴ کسانو ته رسېدلی او ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس په بېلابېلو امنیتي، جنايي، سرحدي او لوژستیکي برخو کې له مسلکي زده‌کړو فارغ شوي دي.

همداراز د شهدا او معلولینو چارو وزارت له لوري څه باندې ۶۰۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته شاوخوا ۱۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې، ۲۵ زره او ۲۲۸ په نشه‌يي توکو روږدي کسان تر درملنې وروسته عادي ژوند ته ستانه شوي او ۱۰ زره او ۶۶۴ سوالګر راټول او له نغدي مرستو برخمن شوي دي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل پلوی دی، له غرب سره دښمني نه لري، خو خپلواکي، اسلامي نظام او ملي ګټې سره کرښه بولي او هڅه کوي د نړیوالو اړیکو، اقتصادي ودې او داخلي ثبات لپاره خپلې هڅې لا پراخې کړي.

مخکینې مطلب

یمني ځواکونو د حکومت ضد وسله والو پر پټنځایونو هوایي بریدونه کړي

بل مطلب

اسلام‌اباد: له کابل سره د اړېکو چینلونه لا هم فعال دي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
افغانستان

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
افغانستان

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com