کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د اجنډا له مخې ۴۴ پروژې د ارزونې او منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې د بحثونو له پای وروسته، د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ نورو پروژو کې تعدیلونه راوستل شول.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د جبل السراج سیمنټو فابریکې د تولید ظرفیت لوړول، د حاجي ګک اوسپنې کان لپاره د پروسس فابریکې جوړول، د ۲۲۵ مېګاواټه حرارتي برېښنا فابریکه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د عمومي او ۱۰۰ بستریزو روغتونونو جوړول او د برېښنا رسونې د پاتې پروژو بشپړول شامل دي.
















