اسرائیلي رسنۍ: د طوفان‌الاقصى عملیاتو وروسته پوځ کې د نشه یي توکو کارول زیات شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

عبري رسنیو راپور ورکړی، چې د طوفان‌الاقصى عملیاتو له پیل وروسته، اشغال شوي فلسطین کې د اسرائیلي پوځیانو او ځوانانو ترمنځ د الکول او نشه‌يي توکو کارونه په بې‌سارې توګه زیاته شوې ده.

د “معاریف” ورځپاڼې د راپور له مخې، د نشه‌يي توکو سره د مبارزې ادارې مشر “عیساو کنعان” ویلي، چې هره ورځ له لسګونو کسانو څخه د نشې، اندېښنو او رواني فشارونو په اړه شکایتونه ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې روغتونونو ته د ورغلیو پینځو معتادینو څخه دوه یې نظامي دی او اوس‌مهال د درملنې لاندې ډېری کسان ۱۲ او ۱۳ کلن ماشومان دي، چې دا وضعیت د اسرائیلي ټولنې لپاره د ژورې اندېښنې وړ بلل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button