د اسلامي امارت د زعیم د حکم پر اساس د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې نوې ټاکنې وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د زعیم شيخ الحديث هبة اللّٰه اخندزاده د حکم پر اساس، د کورنیو چارو وزارت اړوند تشکیلاتو په اداري او امنيتي برخو کې نوې ټاکنې وشوې.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپل رسمي ټويټر «اکس» اکاونټ کې په خپرپ کړې خبرپاڼه کې ليکلي، چې په نويو ټاکنو کې د جوزجان مخکنی والي قاري ګل حیدر شفق د بامیان والي، او د بامیان مخکنی والي ملا عبدالله سرحدي د جوزجان والي وټاکل شول او زياتوي چې د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی قومندان ملا احمد شاه دیندوست د سرپل والي په توګه وګومارل شو.
د ښاغلي مجاهد په وينا د دغو ټاکنو په لړ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکنی رئیس ارکان حافظ انځر ګل عبدالله د لغمان مرستیال والي، او د چارو ادارې لوی ریاست د اداري فساد سره د مبارزې مخکنی رئیس مولوي غلامالرحمن حیدري د ننګرهار مرستیال والي وټاکل شو.
سربېره پر دې، د سرپل ولایت د لواء د ټولۍ قرارګاه مخکنی قومندان مخدوم عبدالخبیر د سمنګان امنیه قومندان، او د کندز د استخباراتو مخکنی رئیس حاجي محمد اسماعیل فائز د لغمان امنیه قومندان وګومارل شو.
همدارنګه، د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا عبدالله د سپین بولدک کمیسیار، د کندهار زون حمایوي کنډک مخکنی قومندان حافظ سید محمد وارث د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوال، او د کندهار مرکز اتمي امنیتي حوزې مخکنی آمر ملا احمدالله سالم د کندهار زون حمایوي کنډک د قومندان په توګه وټاکل شو.
خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټاکنې د اداري چارو د سمون او امنیتي جوړښتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې دي.



