په یمن او ګڼو اسلامي هېوادونو کې د ابوعبیده او نورو شهیدانو غائبانه جنازې ترسره شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت “حماس” غورځنګ له خوا د اُمت د ویاند شهید “ابوعبیده” او نورو شهیدانو د درناوي په موخه له مسلمانانو غوښتل شوي و، چې د جمعې تر لمانځه وروسته دې غائبانه جنازې ادا کړي. دغه غوښتنه د اسلامي نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په پراخ ډول عملي شوه.
په یمن کې د شهید ابوعبیده لپاره غائبانه جنازه په بېسارې کچه ترسره شوه، چې لکونه کسانو پکې ګډون کړی و. د صنعاء په ګډون د یمن په سترو ښارونو کې د جنازې مراسم ترسره شول او د ابوعبیده انځورونه پر مهمو واټونو لګول شوي وو.
همداراز، په اردن، مصر، الجزائر، لیبیا، پاکستان، ایران، لبنان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې هم د اسلامي ډلو او ولسونو له لوري د شهیدانو د غائبانه جنازې مراسم ترسره شول.
د دغو مراسمو موخه د غزې له شهیدانو سره د اسلامي اُمت پیوستون، درناوی او د مقاومت د لار دوام ښودل شوی دی.



