عراقچي د ټرمپ ګواښونه خطرناک وبلل؛ ایران د هر ډول سرغړونې پر وړاندې د پوځي چمتووالي خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې بې‌پروا او خطرناکې بللې دي.

نوموړي ویلي، د ټرمپ پیغام ښايي د هغو کړیو تر اغېز لاندې وي چې له ډیپلوماسۍ وېره لري او یا یې په ناسم ډول غیرضروري ګڼي.

عراقچي خبرداری ورکړی، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه بشپړ چمتووالي کې دي او که د ایران ملي حاکمیت ته هر ډول سرغړونه وشي، دوی په دقیقه توګه پوهېږي چې کوم هدف وولي. نوموړي د هېواد پر دفاعي توان د ټینګ باور څرګندونه کړې ده.

بلخوا، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران پر سوله‌ییزو لاریون‌کوونکو ډزې وکړي، امریکا به د هغوی د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

په ورته وخت کې، د ایران پخواني پارلماني مشر علي لاریجاني ویلي، امریکایي ولس دې پوه شي چې دا کړکېچ ټرمپ پیل کړی او هغوی دې د خپلو سرتېرو په اړه له احتیاطه کار واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button