د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۳۲۱ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ويلي، چې پرون د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۳۲۱ کډوالې کورنۍ، چې ۱۶۸۹ تنه غړي لري، په اجباري توګه هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، د ۴۰۵ کورنیو سره نغدي مرسته شوې او د مخابراتو کمېټې له لوري ۳۰۹ سیمکارتونه په وړیا ډول ورته وېشل شوي دي. همدارنګه راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او عامه پوهاوي اړوند خدمات وړاندې شوي دي.

راپور زیاتوي، چې له کابل څخه ۲۹۶ کورنۍ (۱۴۹۰ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې او یادو کورنیو ته د ټرانسپورټ په بدل کې ۱۱ میلیونه ۲۴۴ زره افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button