یمن؛ حضرموت کې د سعودي او امارات پلوه ملېشو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د یمن په ختیځ «حضرموت» ولایت کې د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو وسله والو او د متحده عربي اماراتو تر ملاتړ لاندې «جنوبي انتقالي شورا» د ملېشو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د الخشعه په سیمه کې د انتقالي شورا اړوند پوځي اډې بمبار کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې د شخړو لمن پراخېږي، ځکه چې دواړه ډلې د نفوذ لپاره پر مهمو ساحو کنټرول غواړي.

بل‌خوا د جنوبي انتقالي شورا مشر «عیدروس الزبیدي» د دوه کلن انتقالي حکومت اعلان کړی، څو د جنوبي یمن د خپلواکۍ لپاره د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ټولپوښتنه ترسره کړي.

د چارو شنونکي دغه وضعیت د یمن د تجزیې او د بهرنیو ملاتړو د رقابت پایله بولي، چې د دغه هېواد کړکېچ یې لا ژور کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button