عبدالملک حوثي: د یمن تجزیې هڅې به له ناکامۍ سره مخ شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر «سید عبدالملک بدرالدین الحوثي» ویلي، چې د هېواد د تجزیې لپاره روانې هڅې به هېڅکله بریالۍ نه شي او یمن به متحد وساتل شي.
نوموړي پرون جمعه د فلسطین د اسلامي مقاومت “حماس” د شهیدانو غائیبانه جنازې مراسمو ته په ثبت شوي ویډیي پیغام کې ټینګار کړی، چې د هېواد تجزیه نه یوازې دا چې ملت ته زیان رسوي، بلکې د بهرنیو قدرتونو او اشغالګرو د شومو اهدافو برخه ده، چې باید په کلکه یې مخه ونیول شي.
عبدالملک حوثي زیاته کړې، چې د یمن ملت به هېچا ته اجازه ور نهکړي، چې د ملت یووالی له منځه یوسي، که څه هم ځینې بهرنۍ کړۍ د داخلي مزدورو ډلو له لارې هڅه کوي هېواد په شمال او جنوب ووېشي.
نوموړي د خلکو یووالي، مقاومت او بیدارۍ ته په اشاره ویلي، چې ټول ملت باید د خپلواکي، حاکمیت او ملي وحدت د ساتنې لپاره یو موټی واوسي.
نوموړي دغه راز د یمن په کورنیو چارو کې د سعودي او اماراتو مداخله یو نه بښونکی جنایت بللی او ښکیلو اړخونو ته یې سپارښتنه کړې، چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
حوثي دغه راز خبرداری ورکړی، چې د هېواد وسله وال ځواکونه به د اړتیا په صورت کې د بهرنیو مزدرو ملېشو پر وړاندې قاطع اقدام وکړي.



