د وينزويلا په پلازمېنه کاراکاس امریکا هوایي بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

په کاراکاس، د فنزویلا پلازمینې کې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

د ځايي رسنیو او پوځی سرچینو له مخې، څو نظامي ځایونه په نښه شوي او د ميراندا ولایت د هيګروتي هوایي ډګر ترڅنګ انفجارات رامنځته شوي دي، چې ښايي د دفاعي سیستمونو له امله وي.

همدارنګه په ښار کې د پوځي وسایطو او پوځي چورلکې د حرکتونو شاهدان لیدلي دي.

راپورونه وايي، امریکایي چورلکې لکه شينوک او اباتشي د کاراکاس په هوا کې فعالیت کوي او د AH-64 اباتشي ټایپ چورلکې د ښار په مختلفو برخو کې د بريدونو په حال کې دي.

ځینې سرچينې وايي، چې دا عملیات د وينزويلا د پوځ د ځینو مشرانو په احتمالي همکارۍ ترسره شوي، او ښايي د ولسمشر مادورو د احتمالي نیولو یا تسلیمېدو لپاره تیاری وي.

په همدې حال کې، د امریکا د فدرالي هوایي ادارې له خوا د وينزويلا د هوايي حریم د بندولو خبر ورکړل شوی او پر ځینو سیمو بریښنا قطعه شوې ده.

د جګړې شدت د کاراکاس او د بحري کرښې شمالي ټاپوګانو ته هم رسیدلی، چې ښايي د سیمې امنیت جدي ګواښ سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button