پر وينزويلا د امریکا بریدونه: د دفاع وزیر کور او پوځي اهداف په نښه شوي؛ وينزويلا دفاع وزیر وايي ټول ځواکونه د جګړې لپاره چمتو دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د وينزويلا پلازمینې کې د امریکایي ځواکونو له خوا پراخ هوایي بریدونه پیل شوي چې د ځايي رسنیو او شاهدانو په وینا، د دفاع وزیر فلاديمير بادرينو لوپيز کور، ځینې پوځي مرکزونه، د هيګروتي هوایي ډګر او د جنراليسيمو فرانسيسکو دی ميراندا هوایي اډه په نښه شوي دي.

د ښار په جنوب کې د یو نظامي مرکز شاوخوا بریښنا قطعه شوې او د انفجاراتو غږونه د ښار په مختلفو برخو کې اورېدل کېږي.

شاهدان وایي، په پلازمېنه کاراکاس کې د امریکایي پوځي چورلکو، د اپاچي او چينوک ډوله چورلکو ګرځيدل لیدل شوي دي چې په مختلفو برخو ګزمې کوي.

ځايي پوځ د ولسمشر د ماڼۍ شاوخوا پوځي وسایط ځای پر ځای کړي او په ښار کې د بریدونو د مخنیوي لپاره حفاظتي او دفاعي اقدامات کوي.

ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي چې امریکا د دغو بریدونو شاته ده او په هېواد کې یې اضطراري حالت اعلان کړی دی.

د وينزويلا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د ملي دفاع پلانونه فعاله شوي او ټول نظامي او امنیتي ځواکونه د احتمالي جګړې لپاره چمتو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button