د سوډان جګړه؛ پلازمېنه خرطوم کې خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او «چټک ملاتړ ځواکونو» تر منځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې له کبله یې دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، چټک ملاتړ ملېشو یو شمېر مهمې دولتي ودانۍ او نظامي مرکزونه نیولي او هڅه کوي پر نورو سیمو هم واک ټینګ کړي.

د سوډاني پوځ ویاند، نبیل عبدالله، جګړه تایید کړې او منلې یې ده چې دواړو لوریو ته د درنو تلفاتو اوښتو راپورونه شته، خو کره شمېره یې نه ده ورکړې.

عیني شاهدان وايي، چې د پلازمېنې فضا د چاودنو او ډزو له غږونو ډکه ده او عام خلک د خوندي‌توب لپاره له سیمو تېښته کوي.

یاده جګړه چې تېرو ۳ کلونو راهیسې روانه ده؛ خو اوس یې بڼه لا خونړۍ او پراخه شوې، چې د بشري ناورین د زیاتېدو وېره هم ورسره ده.

مربوطه مطالب

Back to top button