نایجریا کې د وسله والو په ډزو ۳۰ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د «رویټرز» خبري اژانس د راپور له مخې، د نایجریا په نایجر ایالت کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري پر یوه مارکیټ خونړی برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د نایجریا امنیتي چارواکو ویلي، چې وسله‌والو لومړی پر مارکیټ ډزې کړي، وروسته یې غرفو ته اور اچولی او خوراکي توکي یې لوټ کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې بریدګرو یو شمېر کسان هم له ځان سره تښتولي، چې د ژغورنې لپاره یې هڅې روانې دي.

د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د وسلوالو ډلو له خوا دا ډول بریدونه له وړاندې هم ترسره شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button