ملا عبدالغني برادر: امن افغانستان د ټولو لپاره ستر اقتصادي او سیاسي فرصت دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه په کندهار کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د لومړۍ دورې د فارغانو د دستاربندۍ مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت دی او هېڅوک باید دا فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري او دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پر مهال د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کسانو د مشورو پر بنسټ پياوړی شوی دی.

د اقتصادي مرستیال په وینا، اوسنی سیاسي ثبات د پخوا په پرتله متعادل شوی، موازي سیاسي جریانونه له منځه تللي او ورسره اداري شفافیت، د اقتصادي زېربناوو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او ملي رضایت لوړ شوی دی.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له بالقوه ظرفیتونو ګټه واخلي او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت له لوري به د هېچا حق نه ضایع کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button