کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د کولمبیا حکومت پر ضد د پوځي عملیاتو ترسره کول «د ارزونې وړ» دي.
هغه د کولمبیا حکومت د «یو ناروغ کس تر مدیریت لاندې» وباله او ټینګار یې وکړ چې دا وضعیت به دوام ونه کړي.
ټرمپ همداراز پر مکسیکو نیوکه وکړه او ویې ویل، واشنګټن باید اقدام وکړي او د مکسیکو حکومت دې تر هر څه ژر د امنیتي وضعیت کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
ټرمپ د خپلو څرګندونو په بله برخه کې په وینزویلا کې د امریکا وروستیو پوځي عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ټول هغه امریکایي سرتېري چې د دغو عملیاتو پر مهال ټپیان شوي وو، اوس په ښه روغتیایي حالت کې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د ده د حکومت اوسنی تمرکز تر ټاکنیزو بهیرونو زیات د وینزویلا د وضعیت حلوفصل ته متوجه دی، او خبرداری یې ورکړ چې که مقابل لوری «خپل چلند سم نه کړي»، نو امریکا د دویم برید ترسره کولو ته چمتو ده.
بلخوا، د کولمبیا ولسمشر د امریکا لهخوا د جنوبي امریکا د یوې پلازمېنې بمبار د نړیوالو اصولو ښکاره نقض وباله او دا یې «ستر تاریخي داغ» یاد کړ.
هغه وویل، که د لاتینې امریکا هېوادونه یو موټی نه شي، نو د نړیوالو قدرتونو لهخوا به د مهم مرکز پر ځای د خادمانو په توګه وپېژندل شي، او ټینګار یې وکړ چې دا پېښه به د سیمې د خلکو په حافظه کې د نسلونو لپاره پاتې شي.















