کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د ایران د تعاون، کار او ټولنیزې سوکالۍ وزارت له مرستیال سید مالک حسیني سره په کتنه کې د کاري، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، په دې لیدنه کې د کاري ځواک د تبادلې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پراختیا او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو پر ورکړې ټینګار شوی دی.
نوموړی زياتوي چې ملا عبدالمنان عمري له ایراني لوري غوښتي چې افغان کډوالو ته د کاري جوازونو د ورکړې بهیر اسانه کړي او د افغان کارګرو انساني او کاري حقونه خوندي وساتي.
نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري فرصتونو او کاري بازارونو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی.
بلخوا، سید مالک حسیني ویلي چې ایران د ګډو پروژو د پلي کولو، د ماهرو او مسلکي کارګرو د منظم لېږد او په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پروګرامونو د تطبیق لپاره ګډو همکاریو ته چمتو دی.
هغه د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا او موضوعاتو د نږدې څارنې په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته د تهران د سفر بلنه هم ورکړې ده.















