د سعودي پلوه ملېشو ادعا؛ د حضرموت مرکز مکلا او د یمن جنوبي سیمې مو نیولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو یمني ملېشو اعلان کړی، چې د حضرموت ولایت مرکز «المُکلّا» یې نیولی او د یمن جنوبي سیمې یې تر بشپړ کنټرول لاندې راوستي دي.

د راپورونو له مخې، دغه ملېشې چې د سعودي عربستان د استخباراتي او نظامي ملاتړ په اساس فعالیت کوي، تازه عملیات یې د حضرموت په ګډون په څو نورو جنوبي ولایتونو کې پیل کړي و.

سرچینې وایي، چې سعودي پلوه ملېشو د اماراتو له ملاتړه برخمن ځواکونه د جنوبي یمن له ډېرو سیمو شړلي او پر مهمو تاسیساتو یې ولکه ټینګه کړې ده.

د ویلو ده، چې د انصارالله اسلامي غورځنګ په مشرۍ د یمن مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی؛خو سیمه‌ییزو څارونکو د وضعیت د لا کړکېچن کېدو اندېښنه څرګنده کړې.

باید وویل شي، چې په یمن کې د جګړې د څو اړخېزو محورونو له امله د قدرت وېش او د بهرنیو هېوادونو نفوذ ورځ تر بلې پراخېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button